د تخار په مرکز تالقان ښار کې سرچینې وايي چې د سمېعالله سروري په نوم د یوه شل کلن ځوان مړی نن سهار د دغه ښار د شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې موندل شوی دی.
د سرچینو په خبره، د سیمې اوسېدونکو د یاد ځوان مړی موندلی او د تخار ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه د دغه ځوان د وژل کېدو لامل او څرنګوالی نهدی روښانه شوی.
د تخار امنیتي مسوولانو هم تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.