د غور امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په لعلوسرجنګل ولسوالي کې یوه ماشوم ځانوژنه کړې ده.
د غور د امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمن بدري سلاموطندار ته ویلي چې دغه ماشوم د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ ځان زړولی او ځانوژنه یې کړې ده.
بدري د دغه ماشوم د کورنۍ د غړیو له قوله ویلي چې یاد ماشوم روانې ستونزې لرلې او له همدې امله یې ځانوژنه کړې ده.
یوه اوونۍ وړاندې هم د دغه ولایت په تیورې ولسوالي کې یوه کس د رواني ستونزو له کبله ځانوژنه کړې وه.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دغه پېښې داسې مهال دي چې هېواد کې د بېوزلۍ کچې لوړېدو، اقتصادي ستونزو او نورو لاملونو له کبله د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې دي.