Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ: ایران د ونزویلا په څېر نه‌دی

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران د غني شوي یورانیم ترلاسه کول د وینزویلا د ولسمشر نېکولاس مادورو د نیولو د عملیاتو په څېر چټک او اسانه نه دي.

ټرمپ خبریالانو ته وویل چې په ونزویلا کې عملیات یوازې په څو دقیقو کې وشول، خو د ایران له اټومي تاسیساتو څخه د غني شوي یورانیم راایستل به، څو اوونۍ وخت او پراخو تخنیکي وسایلو ته اړتیا ولري.

هغه زیاته کړه چې د ایران یورانیمي زیرمې ژورې خښې شوې دي او د هغو ترلاسه کول یو پېچلی او ستونزمن ماموریت ګڼل کېږي.

ټرمپ همداراز وویل: «زه نه غواړم د جیمي کارټر په څېر واوسم»، چې اشاره یې د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر د ایران د یرغمل نیونې کړکېچ ته وه؛ هغه بحران چې د کارټر د ولسمشرۍ پرمهال د هغه د حکومت لپاره یوه ستره سیاسي ننګونه بلل کېده.»

د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام او د غني شوي یورانیم د برخلیک په اړه بحثونه لا هم د نړیوالو سیاسي هڅو مهمه موضوع ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام