دې وروستیو ورځو کې د کاپیسا ولایت د «الیاسخېل» کلي کې د څارويو غیرطبیعي تلفاتو د مالدارانو ترمنځ پراخه اندېښنه رامنځته کړې.
دغه ناروغي چې په لومړیو کې یوازې په څو محدودو د مالدارۍ فارمونو کې لیدل شوې وه، ورو ورو د کلي نورو برخو ته هم خپره شوه او د سیمې مالدارانو ته یې د پام وړ مالي زیانونه اړولي.
د دې ولایت د حیواني روغتیا مسوولانو له تخنیکي څېړنو وروسته وویل چې د څارويو د مړینې اصلي لامل د درېیو ساري ناروغیو، بلکلېګ (قرسان)، انټرکس (تورټپ) او انټروټوکسیمیا (هفتدرد) هممهاله خپرېدل دي.
د کاپیسا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د قرنطین په مراعات او د واکسیناسیون کمپاین پر پیل ټینګار کوي.
د ځايي مالدارانو په وینا، دغه ناروغۍ د شدیدې تبې، د اشتها له لاسه ورکولو، عمومي کمزورۍ او د پښو رپېدو په څېر نښې لري او په پایله کې د غواوو او پسونو ناڅاپي مړینې لامل کېږي.
د سیمې له مالدارانو څخه نبيالله وایي: «دغه ناروغي د هغه شپانه له رمې څخه خپره شوې چې ۲۵۰ غواوې یې څر ته وړې وې. د دې ناروغۍ له امله په شاوخوا څلور تر پنځو ورځو کې نږدې ۱۰ تر ۱۵ غواوې مړې شوي او دا ناروغي په چټکۍ سره خپرېږي. د کرنې ریاست له مسوولانو څخه مو غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د دې ناروغۍ مخه ونیسي، ځکه د دې کلي ټول خلک بېوزله دي او یا هم خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي. په شوخي او الیاسخېل کلیو کې نږدې ۳ تر ۴ زره کورنۍ ژوند کوي.»
بل مالدار ګلمرجان چې د خپلو څارويو د لهمنځه تلو شاهد پاتې شوی، سلاموطندار ته وایي: «دې ناروغۍ ځینې حیوانات له نس څخه نیولي وو او د ځینو نورو پښې رپېدې، تر ۱۲ ساعتونو پورې به ژوندي پاتې کېدل.»
بل مالدار چې هغه هم د خپلې پانګې یوه برخه له لاسه ورکړې، د مرستو د ځنډ په اړه شکایت کوي او وایي: «زموږ یوه غوا په ناروغۍ اخته شوې وه او مړه شوه. په ټوله کلي کې څاروي ناروغ شوي، د هر چا یو، دوه یا درې مړې شوي. تراوسه دولت هېڅ مرسته نه ده کړې.»
په همدې حال کې، د کاپیسا د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسوولانو، د نمونو تر اخیستو او تخنیکي څېړنو وروسته، په دې سیمه کې د درېیو خطرناکو ناروغیو شتون تایید کړی.
د کاپیسا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر عبدالخلیل رحماني په دې اړه وایي: «زموږ څېړنې ښيي چې تلفات د انټرکس (تورټپ)، بلکلېګ (قرسان) او انتروتوکسیمیا (هفتدرد) ناروغیو له امله رامنځته شوي.»
رحماني زیاتوي چې تراوسه شاوخوا ۱۰ رأسه څاروي مړه شوي او ګڼ شمېر نور اخته څاروي تر درملنې لاندې دي:
«په ټولیز ډول نږدې ۱۰ رأسه څاروي تلف شوي او یو شمېر نور هم اخته دي چې زموږ د سکتوري ډاکترانو تر درملنې لاندې دي. غوا، پسونه او وزې د دې ناروغیو پر وړاندې تر ټولو ډېر زیانمن دي.»
د کاپیسا د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر څرګندوي چې دامهال د غوجلو د دواپاشۍ او ضدعفوني کولو چارې په اجنډا کې دي او مالدارانو ته سپارښتنه کېږي چې د خپلو څارويو له لېږد څخه جدي ډډه وکړي.
«دامهال د غوجلو د دواپاشۍ او ضدعفوني کولو پروګرام پیل شوی. مالدارانو ته زموږ جدي سپارښتنه دا ده چې د خپلو څارويو له لېږد څخه ډډه وکړي؛ نه دې نوې حیوانات سیمې ته راوړي او نه دې مشکوک حیوانات له سیمې وباسي. موږ د پاتې څارويو د وقایې (مخنیوي) لپاره د واکسین د برابرولو په هڅه کې یو او له همکارو موسسو سره هم همغږي شوې.»
د کاپیسا الیاسخېل کلي کې د څارویو د درېیو وژونکو ناروغیو هممهاله پېژندل کېدل، د کاپیسا د مالدارۍ سکتور لپاره د خطر زنګ بلل کېږي.
کارپوهان باور لري چې بېړني اقدامات ونهشي، نو دا ناروغۍ به نږدې سیمو ته هم خپرې شي او اقتصادي زیانونه به لا ډېر شي.