Asset 1SWN

سلام وطندار

د والدینو نړیواله ورځ؛ د سالم نسل په روزنه کې د والدینو د ارزښت یادول

والدین

د جون لومړۍ د والدینو نړیوالې ورځې سره برابره ده، هغه ورځ چې د ماشومانو په روزنه او د کورنۍ په ټینګښت کې د مېندو او پلرونو د رول درناوي په موخه نمانځل کېږي.

له دې ورځې سره هم‌مهاله، یو شمېر خلک د والدینو د ځایګي پر اهمیت ټینګار کوي او وایي، د هرې ټولنې د پرمختګ یا وروسته‌پاتې کېدو کچه تر ډېره هغې روزنې او ارزښتونو پورې تړلې چې والدین یې خپلو اولادونو ته لېږدوي.

په همدې حال کې، یو شمېر خلک د دې ورځې پر اهمیت ټینګار کوي او وایي، والدین د کورنۍ او ټولنې بنسټیزه ستنه ګڼل کېږي.

دوی باور لري چې د ماشومانو سالمه روزنه له کورنۍ پیلېږي او والدین د پوه، مسوول او ژمن نسل په روزلو سره کولی شي ټولنه د پرمختګ او ودې پر لور رهبري کړي.

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اوسېدونکی فیصل وایي، د سالمې او پرمختللې ټولنې جوړېدل له کورنۍ پیلېږي.

د هغه په اند، والدین د ماشومانو په وده، روزنه او پالنه کې مستقیم او بنسټیز رول لري او د ټولنې راتلونکی د کورنۍ دننه د ماشومانو د روزنې له ډول سره تړاو لري.

«پرمختللې ټولنه له کورنۍ پیلېږي او د ماشومانو په روزنه کې د والدینو رول ډېر مهم دی، والدین باید خپلو ماشومانو ته لارښوونه وکړي او هغوی وهڅوي.»

د کابل ښار بله اوسېدونکې آمنه د ماشومانو په سالمه روزنه او د کورنۍ په ټینګښت کې د والدینو رول او ځایګی ډېر مهم ګڼي او وایي، د والدینو درناوی او د کورنۍ د بنسټ ساتنه او پیاوړتیا د ټولنې د هر وګړي مسوولیت دی.

«مخکې له دې چې ماشومان له ملګرو یا ټولنې څه زده‌کړي، له والدینو یې زده‌کوي. هغوی د والدینو له کړنو الګو اخلي. په هغه کورنۍ کې چې متقابل درناوی او خبرې موجودې وي، ټولنې ته مسوول او پر ځان باور لرونکي اولادونه وړاندې کېږي.»

د کابل ښار د شهرنو اوسېدونکی اکبر هدایت وایي، والدین د ماشومانو لومړني ښوونکي دي او همدا د هغوی د روزنې طریقه ده چې د ماشومانو برخلیک او د ټولنې راتلونکی ټاکي.

هغه وایي: «هغه نړۍ چې نن شته، بنسټ یې والدین دي، که والدین نه‌وي، نه اولاد شته او نه ټولنه. که والدین د منطق او پوهې خاوندان وي، نو ټولنې ته سالم اولادونه وړاندې کوي.»

د کابل ښار د شهید څلور لارې عبدالله هم وايي: «والدین د ماشومانو لومړني ښوونکي دي، هغوی د کورنۍ اصلي ستنه او د ماشومانو د جوړېدو بنسټ دي. هېڅ بنسټ د کورنۍ په اندازه د ماشومانو پر اخلاقي وده او د هغوی د وړتیاوو پر روزنه اغېز نه لري.»

په همدې حال کې، ټولنپوهان هم ټینګار کوي چې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره سره، د ماشومانو په لارښوونه او ملاتړ کې د والدینو رول لا هم ټاکونکی دی او دې ځایګي ته پاملرنه په ټولنه کې د مسوول نسل د روزنې زمینه برابروي.

ټولنپوه شعیب احمدي وایي: «د ماشومانو د شخصیت بنسټ له کوچنیوالي اېښودل کېږي او لومړني خبرې او کړنې له والدینو زده‌کوي. مېندې او پلرونه باید ډېر پام وکړي، ځکه والدین د اخلاقي، دیني او نورو ارزښتونو په لېږد کې مهم رول لري، هغه څه چې ټولنه ورته اړتیا لري.»

د والدینو نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو له خوا د ۲۰۱۲ کال د جون په لومړۍ نېټه د دې لپاره ونومول شوه چې د ماشومانو د ودې، روزنې او ساتنې په وړاندې د والدینو د مسوولیت پر اهمیت ټینګار وشي.

د دې ورځې اصلي موخه دا ده چې دا لیدلوری ترویج کړي چې کورنۍ د ماشومانو د ودې او هوساینې لپاره تر ټولو غوره چاپېریال دی او والدین د دې مهم مسوولیت په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام