د یاد ولایت د والي ویاند عبدالمالک نیازی وايي چې د راستنېدونکو کډوالو د یوې کورنۍ د موټر چپهکېدو له کبله ۱۸ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، پېښه نن سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې د قرغیو ولسوالي د سرخکان څلورلارې ته نږدې رامنځته شوې ده.
په مړو شویو کسانو کې ۱۰ ماشومان او ۵ ښځې هم شاملې دي.
نیازی زیاتوي چې دغه کورنۍ څه موده وړاندې له پاکستان څخه افغانستان ته راستنه شوې وه او له کونړ څخه کابل ته روانه وه چې موټر یې چپه شوی.
د مسوولانو په وینا، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.