Asset 1SWN

سلام وطندار

یوناما: هره میاشت ۵۰ کسان ماین چاودنو کې ژوند بایلي

ناچاوده مرمۍ33 چاودنه

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما خبرداری ورکړی چې له جګړو د پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله د مرګ‌ژوبلې کچې له پلوه، افغانستان د نړۍ درېیم هېواد دی.

یوناما نن شنبه حمل ۱۵ / اپرېل ۴ د ماین خطرونو په اړه د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ماینونو او له جګړې د پاتې نورو چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله ژوند له لاسه ورکوي چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.

د دې بنسټ په وینا، افغانستان کې نږدې ۹۰ سلنه د چاودنې پېښې له جګړې د پاتې نا‌چاوده مهماتو له امله رامنځته کېږي.

یوناما ټینګار کړی چې د ماینونو ککړو سیمو پاکولو لپاره بېړنۍ مالي مرستې ته اړتیا ده، څو کورنۍ وکولی شي له ګواښ پرته خپل ژوند او معیشت ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې د «هالو ټرسټ» د ماین پاکۍ موسسې ویلي وو، افغانستان د نړۍ په سطحه په ناچاودو توکو ککړ هېواد دی او په کې ۶.۴ میلیون کسان د ماینونو له خطر سره مخ دي.

د ماین پاکۍ دغې موسسې په وینا، افغانستان کې نږدې له هرو پنځو وګړو یو یې په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ماینونو او ناچاودو توکو له خطره ډکې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام