فراه کې د نجیبې ناجي په نوم یوې ښځې د مړزانو روزنې کاروبار پیل کړی، څو د خپلې کورنۍ د لګښتونو په برابرولو کې فعاله ونډه واخلي.
نجیبه ناجي وایي، د مړزانو روزنه یې په کمه پانګه او د خپل کور په یوه کوچني ځای کې پیل کړې.
هغې وویل: «له هغه وخته چې نوی حکومت کار پیل کړ او ښځې په کورونو کې پاتې شوې، ما فکر وکړ چې څنګه کولی شم ځینې کارونه ترسره کړم. ځمکه هم وه، نو د سیمې د یو شمېر ښځو په همکارۍ او مشوره مې کورنیو تولیداتو ته مخه کړه.»
نجیبې مخکې هم هڅه کړې وه چې د کرنې له لارې د خپل کور اقتصادي اړتیاووې تامین کړي، خو د اوبو کمښت او وچکالۍ له امله دغه هڅه نیمګړې پاتې شوه.
«ما مخکې شنې خونې درلودې، سابه او درملیز بوټي مې کرل، خو د اوبو د کمښت له امله ونه توانېدم چې شنه خونه وساتم. نږدې یو نیم کال کېږي چې د مړزانو روزنه مې پیل کړې ده.»
د نجیبې لپاره د مړزانو روزنه نه یوازې یو بدیل کار دی، بلکې د کورنۍ د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو مهم فرصت هم ګڼل کېږي.
د هغې په وینا، دې کار ته بازار هم شته، په ځانګړي ډول د ورزشکارانو ترمنځ یې غوښتنه زیاته ده.
هغې زیاته کړه: «د مړزانو هګۍ په پنځه افغانۍ او غوښه یې د ۵۰ تر ۷۰ افغانیو پلورل کېږي. خلک ورته لېوالتیا لري، په ځانګړي ډول ورزشکاران تر ډېره د دې هګۍ او غوښه کاروي، ځکه د چرګ له غوښې ګټوره ده.»
نجیبه د مړزانو روزنه یو کملګښته او ژر عاید ورکوونکی کار بولي او باور لري چې که ملاتړ یې وشي او مناسب بازار ته لاسرسی ولري، نورې ښځې هم کولی شي دې کار ته مخه کړي.
هغې وویل: «په هر حال، اغېز لري. د اقتصادي ستونزو له پلوه یو مرسته کوونکی عاید دی، لږ تر لږه یې غوښه او هګۍ د کور لپاره ګټه لري. ترڅنګ یې خرڅوم هم، نو تر یوه بریده ګټور تمام شوی.»
د مړزانو د روزنې لارې چارې هغې له غیر رسمي لارو زدهکړي، هغه لارې چې اوس د ډېرو نجونو او ښځو لپاره د زدهکړې او مهارت ترلاسه کولو یوازینۍ وسیله ګرځېدلې.
«اوس چې د انټرنېټ زمانه ده، ما هم له انټرنېټه ځینې مطالب ولیدل او ګټه مې ترې واخیسته.»
د هغې په باور، له شته محدودیتونو د ښځو وړتیاوې ډېرې دي او که ملاتړ یې وشي، کولی شي د کورنۍ او ټولنې په اقتصاد کې مهم رول ولوبوي.
«په افغانستان کې ښځې هر کار کولی شي او که مالي ملاتړ ولري، حتمي نورې ښځې هم دا کار ترسره کولی شي.»
په همدې حال کې، یو شمېر کارپوهان وایي چې د مړزانو روزنه کېدای شي د عاید د دوامداره سرچینې په توګه، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، یو مناسب انتخاب وي.
د پوهنتون استاد محمودشاه حیدریان وایي: «ښځې کولی شي په ډېرې کمې او محدودې پانګې، لکه په څو قفسونو او لږ شمېر مړزانو سره دا کار پیل کړي. دا کار لویې ځمکې او پېچلو وسایلو ته اړتیا نهلري او ډېری چارې یې په کور کې ترسره کېږي، له همدې امله د ښځو لپاره مناسب دی.»
نوموړی ټینګار کوي چې که دا ډول نوښتونه له مالي او روزنیز ملاتړ سره مل شي، کولی شي د کورنیو د معیشت په ښهوالي او د ښځو د اقتصادي ونډې په زیاتېدو کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې ده چې دې وروستیو کلونو کې یو شمېر ښځې د کوچنیو کورنیو فعالیتونو په پیلولو سره هڅه کوي، د کورنۍ د اړتیاوو پوره کړي، او د ټولنې اقتصادي فعالیتونو کې رول ولري.