کندهار کې د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده په امامت د اختر لمونځ ادا شو.
هغه د اختر لمانځه پرمهال د عدالت پر ټینګښت، د مسوولانو ترمنځ د نېک نیت پر اړتیا او د حکومت د کړنو په اړه د خلکو د پوښتنو پر حق ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت مشر د اختر د لمانځه پر مهال خبرو کې وویل، عدالت د هر نظام بنسټ دی او باید په ټولنه کې په عملي ډول تأمین شي.
هغه له حکومتي مسوولانو وغوښتل چې یو بل سره له بد نیتۍ څخه ډډه وکړي او خپل مسؤلیتونه د صداقت او اخلاص له مخې ترسره کړي.
نوموړي همداراز څرګنده کړه چې خلک حق لري له حکومت څخه وپوښتي چې هېواد کوم لوري ته روان دی او دا پوښتني باید د نظام د پیاوړتیا او شفافیت په چوکاټ کې د درناوی په پار وشي.
د هغه په وینا، د خلکو او حکومت ترمنځ باور هغه وخت پیاوړی کېږي چې حساب ورکول موجود وي.
شیخ هبتالله اخندزاده په خپلو خبرو کې د بهرنیو لاسوهنو یادونه هم وکړه او ویې ویل، هغه کسان چې د بهرنیانو فرمایشونه مني، د تباهۍ پر لور روان دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اسلامي امارت له نړیوالو او کورنیو فشارونو سره مخ دی او د حکومت د کړنو، شفافیت او د خلکو د حقونو په اړه بحثونه روان دي.