د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس له ایران څخه غوښتنه کړې چې پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه ونه کړي او د سیمې د یووالي ساتلو ته پام وکړي.
حماس په یوه بیان کې ویلي چې ایران حق لري د امریکا او اسراییلو د بریدونو او فشارونو پر وړاندې د نړیوالو قوانینو او اصولو له مخې په هر ممکن ډول ځواب ورکړي، خو دې ډلې ټینګار کړی چې دا ځواب باید د سیمې پر نورو هېوادونو د بریدونو لامل نهشي.
په بیان کې ویل شوي چې حماس له خپلو «ایراني وروڼو» غوښتنه کوي چې د ګاونډیو هېوادونو هدف ګرځول ودروي او د سیمې ټول هېوادونه دې د روانو کړکېچونو د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي.
دغه فلسطیني ډله زیاتوي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ اړیکې باید خوندي پاتې شي او ټول باید د تاوتریخوالي د پراخېدو د مخنیوي لپاره هڅه وکړي.