د شاوخوا درېیو اوونیو له سیالیو وروسته، د ۲۰۲۶ ژمني المپیک سیالیو د پای مراسم د ایټالیا په ورونا ښار کې وشول او په رسمي ډول یې دغو نړیوالو سیالیو ته د پای ټکی کېښود.
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د فبرورۍ په ۲۲مه، د لوړپوړو چارواکو، د نړیوال المپیک کمېټې د استازو او زرګونو ورزشکارانو په حضور کې دغه مراسم نیول شوي وو. په دغو مراسمو کې د سیالیو غوره شېبې، د کوربه هېواد کلتوري نندارې او د بیرغونو دودیز لېږد هم شامل و.
د یادو لوبو د پرانیستې مراسم د فبرورۍ په ۶مه د میلان په ښار کې شوي و، خو سیالۍ لا له دې وړاندې، د فبرورۍ له ۴مې، په بېلابېلو ښارونو او واورینو میدانونو کې پیل شوې وې. دا نړیوالې سیالۍ په رسمي ډول د فبرورۍ په ۲۲مه پای ته ورسېدې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نړیوالو سپورتي رسنیو د غیررسمي مډال جدول له مخې، ناروې د ۱۸ د سرو زرو، ۱۲ د سپینو زرو او ۱۱ د برونزو مډالونو په ګټلو سره، د جدول په سر کې ځای خپل کړ.
امریکا د ۱۲ سرو زرو، ۱۲ سپینو زرو او ۹ برونزو مډالونو سره دویم مقام خپل کړ او هالند د ۱۰ سرو زرو، ۷ سپینو زرو او ۳ برونزو مډالونو په ترلاسه کولو درېیم ترلاسه کړی دی.
د بیلابېلو نړیوالو رسنیو د شننو له مخې، دا لوبې د ژمنیو سپورټونو د تخنیکي پرمختګ، د ځوانو ورزشکارانو د راڅرګندېدو او د سیالیو د لوړې کچې له پلوه ځانګړې بلل کېږي. همداراز ویل کېږي چې ایټالیا د تنظیم، امنیت او لوژستیک له پلوه وتوانېده د نړیوالو ستاینې وړ کوربتوب وړاندې کړي.
کارپوهان باور لري چې د ۲۰۲۶ ژمنیو المپیک لوبو بریالۍ ترسره کېدل به نه یوازې د ژمنیو سپورټونو شهرت نور هم زیات کړي، د کوربه هېواد لپاره به د ګرځندوی، زیربناوو او نړیوال اعتبار په برخه کې اوږدمهاله مثبتې پایلې ولري.