د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د روژې په رانږدې کېدو سره یوه پیغام کې ویلي، روژه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو لپاره د تفکر، عبادت او د دُعا سپېڅلې موده ده.
ملګرو ملتونو نن شنبه د دلوې ۲۵ / فبروري ۱۴ پر خپله ویبپاڼه د ګوترش په خبره لیکلي چې روژه د هیلو او سولې د یوه سپېڅلي لیدلوري استازیتوب کوي، خو د بشریت یوه برخه لا هم له دغه لیدلوري لرې پاتې ده.
د هغه په وینا، افغانستان، یمن، غزې، سوډان او ځینو نورو سیمو کې خلک د جګړو، لوږې، بېځایه کېدو، تبعیض او ګڼو نورو کړاوونو سره مخ دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ګوترش په دغه ډول شرایطو کې د روژې په پیغام ټینګار کړی او زیاته کړې: «راځئ واټنونه کم، کړاو سره مخ کسانو ته مرستې او هیلې ورسوو او د انسان د حقونو او کرامت د خوندیتوب لپاره هڅې وکړو.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي هیله څرګنده کړې چې د روژې سپېڅلې میاشت ټول وهڅوي، څو په ګډه د ټولو لپاره د یوې سولهییزې، سخي او عادلانه نړۍ جوړولو لپاره کار وکړي.