د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د علومو په برخه کې د جنسیتي برابرۍ پر کلیدي رول ټینګار کړی او ویلي، ساینس کې برابري د بشریت د پرمختګ لپاره اړینه ده او باید د ښځو او نجونو د علمي هیلو د پوره کېدو زمینه برابره شي.
ګوتریش نن چهارشنبه دلوې ۲۲ / فبروري ۱۱ پر اېکسپاڼه لیکلي چې زدهکړو ته د لاسرسي په برخه کې له پرمختګونو سره سره، نړۍ کې یوازې درېیمه برخه څېړونکي ښځې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې: «راځئ ډاډ ترلاسه کړو چې ښځې او نجونې وکولی شي خپلو علمي هیلو ته ورسېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو یو زر او ۶۰۴ ورځې پوره کېږي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشت کې، د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو او نجونو د مهم رول نمانځنې په موخه، د فبروري ۱۱مه «ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ» په نوم نومولې ده.