د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د خپلو همکارو بنسټونو په ملاتړ یې افغانستان کې د ژمنیو مرستو بهیر پراخ کړی.
اوچا پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغو مرستو کې د سون توکو وېش او د تودوخې لپاره نغدي مرستې، کمپلې او ګرم کالي، همدارنګه خوراکي توکي او تغذیوي مواد شامل دي، چې اړمنو کورنیو ته رسول کېږي.
دا مرستې په داسې حال کې زیاتې شوې دي، چې اوچا تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې میلیونونه کسان له بشري کړکېچ سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ملګرو ملتونو همداراز ویلي وو، چې ډېرې کورنۍ د ژمي له رارسېدو سره سم مناسب سرپناه، د تودوخې وسایل، د څښاک پاکې اوبه، روغتیايي خدمتونه او د خپلو کورونو د بیړنۍ بیارغونې لپاره اړینو سرچینو ته اړتیا لري.
د مرستندویو بنسټونو په وینا، د نړیوالو بشردوستانه ادارو دوامدار ملاتړ د دې لپاره حیاتي ارزښت لري، څو مرستې د هېواد تر ټولو لرې پرتو او اړمنو سیمو ته ورسېږي.