Asset 1SWN

سلام وطندار

زېلېنسکي: د جګړې له پيله شاوخوا ۵۵زره اوکرايني سرتېري وژل شوي

ولودیمیر+زلنسکی

د اوکراين ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي وايي چې د روسيې پر وړاندې د جګړې له پيل راهيسې شاوخوا ۵۵زره اوکرايني سرتېري په جګړه کې وژل شوي او تر دې سربېره، «د پام وړشمېر» نور د ورکو کسانو په نوملړ کې شامل دي.

زېلېسنکي دا څرګندونې د فبرورۍ په څلورمه (سلواغې ۱۵مه)، د روسيې د برید د څلورمې کليزې تر رارسېدو مخکې کړې دي.

په همدې حال کې، د واشنګټن مېشت د ستراتيژيکو او نړيوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) د ۲۰۲۵کال په منځنيو کې په خپل اټکل کې ويلي چې د جګړې له پيل تراوسه نږدې ۴۰۰زره اوکرايني ځواکونه يا وژل شوي او يا ټپيان شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا، په اوکراين کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د څار دفتر تېره مياشت راپور ورکړی چې يوازې په ۲۰۲۵کال کې د روسيې په بريدونو کې شاوخوا ۲زره او ۵۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲زره او ۱۴۲ نور ټپيان شوي دي. دا شمېرې د ۲۰۲۴کال د ملکي تلفاتو په پرتله نږدې يو پر درې زياتوالی ښيي.

اوکراين او روسيه په ندرت سره د خپلو تلفاتو کره شمېرې په رسمي ډول خپروي، خو په دوامداره توګه د يو بل د تلفاتو راپورونه خپروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام