له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د ایستلو بهیر په لړ کې تېره ورځ ۴۲۱ کورنۍ له بېلابېلو لارو افغانستان ته راستنې شوې دي.
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په وینا، پنځه کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پل له لارې، شپږ کورنۍ د هرات د اسلامقلعه بندر له لارې، درې کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې او ۴۰۷ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې، د ملګروملتونو سازمان وایي چې د راستنېدونکو له ډلې یوازې ۱۱سلنه کسان په کار بوخت دي چې دا چاره د دوی د اقتصادي ستونزو اندېښنه لاپسې زیاتوي.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې هم شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې وې.
ملګري ملتونو همداراز راپور ورکړی چې یوازې په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي، خو د کار، سرپناه او بنسټیزو خدمتونو نشتون د دوی پر وړاندې جدي ننګونې جوړوي.