د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون اعلان کړی چې ایران او پاکستان یو زرو او ۶۴۸ افغانان له یادو هېوادونو ایستلي دي.
یاد کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان پرون چهارشنبه، د سلواغې ۸مه، د هرات د اسلامکلا، د نیمروز د ورېښموپُل، د کندهار د سپینبولدک، د ننګرهار د تورخم او د هلمند د بهرامچې له لارو افغانستان ته راستانه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو ته د لومړنیو بشري مرستو ترڅنګ بېلابېلې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته وخت کې له ایران او پاکستان څخه د افغانانو ایستل لاهم دوام لري او هره ورځ زرګونه کسان د دواړو هېوادونو له لارو افغانستان ته ستنېږي.
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ (UNHCR) ویلي چې دغه بهیر په افغانستان کې پر خدماتي سکټورونو فشار زیات کړی او د کار، هستوګنې او روغتیايي خدمتونو لپاره سیالي لوړه شوې ده.
د ملګروملتونو د معلوماتو پربنسټ، یوازې د تېر میلادي کال په ترڅ کې شاوخوا ۲ میلیونه او ۸۰۰زره افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.