د دایکندي مرکز نیلي ښار پنځمه ناحیه کې د سکرو بخارۍ لوګي له امله څلورو ځوانو هلکانو ژوند له لاسه ورکړی.
د دایکندي امنیې قومندانۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادو ځوانانو ۱۶, ۱۷, ۱۸ او ۱۹ کاله عمر درلود چې د اشترلي ولسوالۍ د “نوجوګ” سیمې اوسېدونکي وو.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې ژوند بایلونکي زده کونکي وو چې د کانکور ازموینې لپاره د چمتوالي په موخه یې نیلي ښار کې درسونه تعقیبول.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بخارۍ د نلونو بندښت او ډېر دود د پېښې رامنځ ته کېدو لامل بلل شوی.
تر دې وړاندې هم د هېواد نورو سیمو کې د ورته پېښو له امله یو شمېر کسانو ژوند بایللی.
د یادونې ده چې افغانستان کې هر کال د ژمي پرمهال ګڼو ولایتونو کې کورنۍ د خپلو کورونو تودولو لپاره له سوند توکو په ځانګړې توګه د ډبرو له سکرو استفاده کوي چې د کورنیو بېپروایۍ په دلیل وخت ناوخت له خلکو قرباني اخلي.