Asset 1SWN

سلام وطندار

سراج‌الدين حقاني: افغانستان د جرګو وطن دی او ستونزې بايد په مرکو حل شي

سراج‌الدین حقاني 3

د کورنيو چارو وزير سراج‌الدين حقاني وايي، افغانان له ۵۰ کلنې جګړې او ستونزو راوتلي او اوس په امن کې ژوند کوي.

هغه تېره ورځ سه‌شنبه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ «مرغې» سيمه کې د یوه جهادي قومندان د جنازې مراسمو پرمهال وويل، پاکستان کې هم د امن غوښتونکی دی او نه‌غواړي له افغان خاورې ياد هېواد یا د هغوی له خاورې افغانستان ته ستونزه او ناامني پېښه شي.

حقاني وويل، افغانستان د جرګو او مرکو وطن دی او ټينګار يې وکړ چې له تېرې شل کلنې جګړې په ميراث پاتې ستونزې بايد د مرکو له لارې حل شي.

هغه زياته کړه چې اراده يې د خير ده او د هېواد د هوساينې او پرمختګ لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام