په بلخ ولایت کې یوه ځوان د دوو کلونو په موده کې د قرانکریم یوه بشپړه نسخه له پښتو ژباړې سره، په لاس لیکلې.
حامد امینیار چې د بلخ ولایت د حیرتان تجارتي ښارګوټي اوسېدونکی دی، وایي چې له قرانکریم سره د مینې او خوشنویسۍ هنر ته د لېوالتیا له امله یې دغه کار کړی.
یاد ځوان وایي، هغه ژباړه چې په دې نسخه کې ترې ګټه اخیستل شوې، د نامتو افغان عالم ارواښاد قیامالدین کشاف اثر دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
امینیار له ځایي مسوولانو غوښتنه کوي چې د هغو ځوانانو د ملاتړ لپاره چې نوښتګر کارونه کوي، اسانتیاوې او ملاتړیز پروګرامونه برابر کړي.
په همدې حال کې، د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان د داسې خلاقو ځوانانو هرکلی کوي او ډاډ ورکوي چې د قراني پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره به هڅې زیاتې کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې حامد امینیار قرآنکریم په لاس لیکي، نوموړي تر دې وړاندې هم د قرانکریم دوه نورې نسخې په لاس ترتیب کړي دي.