د امریکا په متحده ایالاتو کې د «ډیوین» په نوم سخت ژمني توپان د هوايي سفر پر بهیر دروند اغېز کړی او زرګونه الوتنې یې لغوه او یا ځنډولې دي.
د الوتنو د څار نړیوال وېبسایټ «فلایټاویېر» د معلوماتو له مخې، دا وضعیت د رخصتیو د سفرونو په مهم موسم کې رامنځته شوی دی.
تر جمعې ورځې د امریکا پر وخت د مازدیګر تر څلورو بجو پورې، ټولټال ۱،۵۸۱ الوتنې چې د امریکا دننه، امریکا ته د راتګ او یا له امریکا څخه د وتلو لپاره ټاکل شوې وې، لغوه شوې دي.
سربېره پر دې، ۶،۸۸۳ نورې الوتنې له جدي ځنډ سره مخ شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
چارواکي وایي چې توپان د سختو واورو، یخنۍ او تندو بادونو له امله رامنځته شوی چې د هوايي ډګرونو عملیات یې ګډوډ کړي دي.
ځینې لوی هوايي ډګرونه لکه شیکاګو، ډینور او نیویارک تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.
هوايي شرکتونو له مسافرو غوښتي چې له سفر وړاندې د خپلو الوتنو وضعیت وڅاري او د امکان په صورت کې خپل سفرونه وځنډوي.
د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې ژمني خراب شرایط ښايي لا څو ورځې دوام وکړي.