Asset 1SWN

سلام وطندار

بهرنیو چارو وزارت: هېواد ته د دوه‌ تابعیت‌لرونکو افغانانو راتګ لپاره ویزې ته اړتیا نشته

بهرنیو چارو وزارت 23

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه افغانان چي غواړي افغانستان ته پر بهرني پاسپورت سفر وکړي، د معمول په څېر د خپل افغاني هویت په ښکاره کولو سره، د افغانستان ویزې اخیستلو ته اړتیا نه‌لري.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (جمعه، قوس ۲۱) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دوه‌ تابعیت‌لرونکي افغانان کولی شي له ویزې پرته افغانستان ته سفر وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، دې وروستیو کې د ځینو رسنیو له لورې هغه خپاره شوي راپورونه چې اسلامي امارت د دوه‌تابعیته بهر مېشتو افغانانو لپاره خپل هیواد ته د راتګ پر مهال د افغانستان ویزې لازمې ګرځولې، ناسم دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړې چې په دې اړه کومه پرېکړه نه‌ده نیول شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام