Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی

ایران

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، هېواد به یې راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د یوې سیمه‌ییزې غونډې کوربه وي.

د راپورونو پر اساس، اسماعیل بقایي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روانو ترینګلتیاوو ته په اشاره ویلي چې ایران له دواړو هېوادونو سره اړیکې لري او د سیمې سولې او ثبات ته لومړیتوب ورکوي.

ده ټینګار کړی چې هېواد یې د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو د کمولو او د تفاهم د رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې نه سپموي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، دغه غونډه به د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون په تهران کې ترسره شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي د دې ناستې جوړېدل له ګاونډیو او نورو سیمه‌ییزو اړخونو سره د شویو سلا مشورو پایله وبلله او هيله يې څرګنده کړه چې دا نوښت وکولی شي په سیمه کې ثبات او د شخړو په کمولو کې اغېزناک رول ولوبوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د قطر پلازمینه دوحه او د ترکیې په استانبول کې د اسلامي امارت او پاکستاني پلاوو ترمنځ د سولې خبرې وشوې، خو پرته له کومې پایلې پایته ورسېدې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام