د بامیانو بودا له ستر او لرغوني نړیوال شهرت برخمن دی؛ خو د همدې ډبرو تر شا د ژوند خاموشه او سخته کیسه روانه ده.
په هماغو مغارو کې چې کله ناکله د بودایي راهبانو د عبادت او خلوت ځای و، نن د ماشومانو ژړا، د مېندو د الالو زمزمې اورېدل کېږي. دا څمڅې چې له یو نیم زرو کلونو ډېر عمر لري، نن د پنځوسو بېوزلو کورنیو ناخوښه پناهځای ګرځېدلی دی.
ښځې، د دې کورنیو ستنې دي چې د غرونو په یخنۍ او د ژوند په تنګسه کې د کور پېټی په اوږو وړي.
هغه لاسونه چې باید تاوده وای، نن په ډبره او یخ کې د برخلیک پر ضد جګړه کوي.
هغې د کمزورې اور لمبو او د توند باد په منځ کې، وچه ډوډۍ د اوښکو په څاڅکو لندوي او شپه د یوه خوندي چت په درلودو سره د هیلهمندۍ په دعا سهاروي.
د «سلاموطندار» لهخوا له څمڅو مېشتو یوولس ښځو سره په مرکه کې، د ډبرینو دیوالونو تر شا د ژوند په اړه روښانه انځور وړاندې کېږي.
هغوی وايي، په داسې ورځو کې ژوند کوي چې یخ باد د څمڅو له سوریو تېریږي او د کورنۍ د تودوخې لپاره بل شوی لږ اور، په لوګي بدلوي.
ښځې زیاتوي چې د شپې مهال د لېوانو زوږ او د غونډیو د ډبرو د ښویېدو غږ د کورنیو ماشومانو او لویانو ته وېره پیدا کوي.
دوی شکایت کوي چې د څښاک د څو لېټرو اوبو ترلاسه کولو لپاره، کیلومتره لاره پیاده وهي.
۴۹کلنه فاطمه چې اته کاله مخکې یې خاوند وفات شوی، اوس له اوو ماشومانو سره په همدې څمڅه کې ژوند کوي. لاسونه یې له یخنۍ چولي دي. د تیلو بلب (الکین) بلوي، څو په تیاره کې یې څېره ښکاره شي.
هغه د څمڅې د ژوند په اړه وايي: «اته کاله کېږي چې په څمڅو کې اوسو. خاوند مې اته کاله مخکې مړ شوی. دوه ورځې کار وکړم، شپېته افغانۍ پیدا کوم. همدا پیسې د وچې ډوډۍ او لرګیو لپاره لګوو، خو ډېر وخت سون توکي نهلرو. خځلې راټولوم، ماشومان مې له غرمې مخکې مکتب ته ځي او له غرمې وروسته د خلکو په ځمکو کې د کچالو راټولولو لپاره کار کوي.»
خو کیسې ټولې یو ډول نه دي؛ ټول د خپل برخلیک جلا درد لري، خو فقر، بې کوري او د یوه کور د هیلهمند ژوند مشترک زخم دی. یوه نجلۍ چې نه غواړي نوم یې یاد شي، تر ټولو تریخ روایت لري. پلار یې شل کاله مخکې په نشه روږدی شوی او د نشې د پیسو لپاره یې کور او ټول سامان خرڅ کړی دی.
هغې داسې وویل: «اته کاله کېږي په څمڅو کې ژوند کوو. لامل یې دا دی چې پلار مې شل یا دوه ویشت کاله کېږي معتاد دی. پیسې نه لرلې چې مواد واخلي، نو مجبور شو کور او د کور ټول شیان وپلوري. مخکې مو خپل کور و، هغه یې خرڅ کړ، نور ځای نه و، څمڅو ته راغلو. یوه ورځ یې پرېکړه کړې وه چې خور مې هم بازار ته د پلور لپاره بوځي، خو مور مې اجازه ورنه کړه.»
دا یوازې یوه کیسه نه ده. روږديکېدل، بېوزلي، بېکاري او د کورنیو ګډوډي هغه حلقه ده چې ډېرې کورنۍ یې د څمڅو تر تیارو پورې راکش کړې دي.
نرګس چې ۳۵ کلنه ده، له دولس کسیزې کورنۍ سره په یوې څمڅه کې اوسي. هغه وايي، اقتصادي ستونزې او د څمڅو ژوند د دې لامل شوی چې سالمو خوړو ته لاسرسی ونهلري.
هغې وویل: «خاوند مې هره ورځ کار کوي، د ورځنیو ضرورتونو لږ څه پیدا کوو، خو صحي تغذیه نه لرو. اوسنی لوی مشکل دا دی چې پیسې نه لرو. که ماشومان مې ناروغ شي، د علاج توان نه لرو.»
خو د څمڅو ژوند یوازې د فقر نوم نهدی. د بامیانو سخت ژمی، د سیلاب خطر، د غرونو له دېواله د ډبرو پرېوتل او د تودوخې په موسم کې د خزندو ښکاره کېدل، هر څه د ژوند بوج څو چنده زیاتوي.
۱۸کلنه ارزو چې په تور ټکري یې د څېرې نیمه برخه پټه کړې او د اوبو ډک سطل په اوږه وړي، د څمڅې پر لوري روانه ده. هغې په دردمن غږ وویل چې هر سهار د څښاک اوبو لپاره تر چینې پورې ځي او دا کار ورته ډېر ستونزمن دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغې وویل: اته کاله کېږي چې په څمڅه کې ژوند کوو. اوبه له چینې راوړو. د کور د خوړو لپاره مې ورور هره ورځ مزدوري کوي او لږ ډېر مواد برابروي. نور څوک د کار توان نه لري.»
۴۰ کلنه امنه، سکینه چې ۲۴ کلنه ده او ۲۲کلنه شهربانو د همدې ستونزو په اړه وايي: «په پسرلي کې د لړمانو ډېرېدو له امله ارام نه یو. دولت دې موږ سره مرسته وکړي، کار دې پیدا شي، برښنا دې راشي. څمڅې مو په لوړ ځای کې ده، سمه لار نهلرو او د سیلاب خطر یې ډېر دی.»
سکینه وايي: «په ژمي کې ستونزې زیاتېږي. سیلاب راځي او له څلورو خواوو کور ته ننوزي. زموږ یوازینی پیغام دا دی چې له موږ سره مرسته وشي، ځکه بامیان ډېره سړه هوا لري.»
شهربانو وايي: «تراوسه هېڅ بنسټ له موږ سره مرسته نهده کړې. په ژمي کې زموږ د تګ راتګ لویه ستونزه خرابې لارې دي. مغاره مو په لوړ ځای کې ده. له شا د غر ډبرې راخوري، ځکه د غر خټې نرموېږي.»
سره له دې ټولو سختیو، د دې ښځو هیلې نه دي مړې شوې. هغوی په مات زړه وايي چې ارمان لري، یوه ورځ داسې کور ولري چې د څلورو دېوالونو او خوندي چت لاندې وي؛ په اوړي کې یخ او په ژمي کې تود.
۴۲کلنه زهرا چې شپاړس کاله یې په څمڅو کې تېر کړی، وايي: «غواړم له څمڅو ووځم او خپل کور ولرم.»
سره له دې، تهمینه مَنگل، د ښځو د حقونو فعاله، د څمڅو مېشتو ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وایي: «ښاریان او د ښځو د حقونو فعالان مسوول دي چې د هغو ښځو غږ شي چې د فقر، بېپناهۍ او مجبوریو له امله په څمڅو او نامناسبو ځایونو کې ژوند کوي. حکومت او خیریه بنسټونه دې د سیمهییزو خلکو په همغږۍ یوه عملي او د دوام وړ برنامه جوړه کړي. دغو ښځو ته دې د کار زمینه، سرپناه، زدهکړه او رواني ـ ټولنیزې خدمات برابر شي.»

په همدې حال کې، مصطفی صالح، د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، د څمڅو مېشتو د ژوند روایت لاپسې تریخ بولي. هغه وایي: «خلکو ته قانوني اجازه نشته چې په څمڅو کې ژوند وکړي، ځکه ټولې څمڅې د تاریخي ابداتو برخه ده او په لرغونو ساحو کې موقعیت لري. خو د موجودو اقتصادي ستونزو، فقر او بېسرپناهۍ له امله ځینې کسان په ناقانونه توګه په څمڅو کې اوسیږي.»
دا ژور تضاد لاهم پر خپل ځای دی؛ له یوې خوا، دا کورنۍ د فقر له امله اړ دي چې په څمڅو کې ژوند وکړي؛ له بلخوا، دلته اوسېدل یې ناقانونه بلل کېږي او کېدای شي د لرغوني میراث د ویجاړۍ لامل شي.
د څمڅو مېشتو کورنیو شمېر ۵۰ او یا له ۵۰ څخه زیات ښودل کېږي؛ سره له دې، د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېسارۍ تېرکال اعلان کړی و چې د ۱۴۰ کورنیو لپاره به نوي سرپناوې جوړو؛ خو د یوه کال په تېرېدو لاهم د دغو سرپناوو نښه نه لیدل کېږي.
په بامیانو کې شپه ژر راښکاره کېږي. ارزو د اوبو ډکه بوشکه په اوږه بېرته څمڅې ته خېژي. فاطمه الکین ګلوي، څو د تېلو وروستي څاڅکي بېځایه ونهسوځي. نرګس خپل ناروغ ماشوم په غېږ کې نیولی او دعا کوي چې تبه یې ښکته شي.
زهرا د څمڅې ډبرین دیوال ته ګوري او د داسې کور هیله لري چې دروازه او څلور دېوالونه ولري.
په ۲۱مه پېړۍ کې، په هغه خاوره کې چې یو وخت د نړۍ د ستر بودا کوربه و، لاهم داسې ښځې شته چې تر ټولو لویه هیله یې د یوه کور لرل دي؛ هغه څه چې باید د هر انسان لومړنی حق وي. خو شپه چې راشي، دوی بېرته د څمڅو په تیاره کې ویده کېږي؛ په هغه ځای کې چې یوازې ډبرې او چوپتیا یې ساتونکي دي.