پسته د بادغیس له مهمو او مشهورو کرنیزو محصولاتو شمېرل کېږي چې د باغونو په جوړولو سره یې، د دې ولایت زرګونه کورنۍ خپلې اړتیاوې پوره کوي.
خو د ځايي اوسېدونکو په وینا، د بارانونو کمښت او اقلیمي بدلونونو په وروستیو کلونو کې د پستې پر حاصلاتو د پام وړ منفي اغېز کړی او تولید یې کم شوی دی.
دوي وايي، دغې ننګونې یوازې اقتصادي اندېښنې نه دي زیاتې کړي بلکې د خلکو پر ژوند او خواړو خوندیتوب یې هم د پام وړ اغېز کړی دی.
د بادغیس یوه کروندګر غلام نبي وویل: «اقتصادي ستونزې زیاتې دي. اوبه نهلرو، هغه څاهګانې چې کېندلې مو وې، وچې شوي دي. د پستې ونې له لومړي کال څخه تر څلورو کلونو پورې زیاتو اوبو ته اړتیا لري. په ژمي کې باید اوبه شي او د پیوند کولو په وخت کې هم ورته اوبه ضروري دي تر څو پیوند واخلي. خو زمونږ توانايي محدوده ده. که چېرې حکومت له مونږ سره مرسته وکړي، ممکنه ده چې په لوړه کچه بدلون راشي.»
د بادغیس ځینې نور اوسیدونکي هم ټینګار کوي د پستې باغونه چې ددې ولایت د خلکو د ژوند مهمه برخه جوړوي، په وورستیو کلونو کې د وچکالۍ او اوبو کمښت له امله له ودې کولو لوېدلي او حاصلات یې هم په زیاته اندازه کم شوي دي.
د بادغیس اوسیدونکی او بزګر محمدطارق یې په اړه وايي: «پسته زمونږ په ژوند کې ډېرې مهم رول لري. څو کاله کیږي چې پرلپسې وچکالي ده حتی د غنمو، زیرې او نورو کرنیزو محصولاتو حاصل هم زمونږ د کورنیو اړتیاوې نه پوره کوي. د ونو وده ډېره کمزورې شوې ده او که چېرې دا وضعیت دوام کوي ممکن زیاتره د پستې هغه باغونه چې اوبه ورته نه رسیږي وچ شي او د کروندګرو ټولې خوارۍ په اوبو لاهو شي.»
اقتصادي کارپوهان هم خبرداری ورکوي چې پسته یوازې یو کرنیز محصول نه دی بلکې له لوړ ارزښت برخمنه اقتصادي سرچینه ده. اقتصادي شنونکی عبدالسلام وايي، د پستې باغونه په سیمه ییز اقتصاد او کاري زمینو ایجاد کې ډېر اساسي رول لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «پسته له اقتصادي اړخه په بادغیس کې ډېر لوړ ارزښت لري، یوه اندازه یې بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول متحده عربي اماراتو ته هم صادریږي. که چېرې اقلیمي بدلونونه او وچکالي دوام کوي، د پستې تولید ورسره نور هم کمیږي چې د خلکو پر ژوند، خواړو خوندیتوب او اقتصاد باندې مستقیما اغېز کوي. ددې مهم محصول د ساتنې لپاره په کار ده د اوبو سرچینې مدیریت شي، د پستې ځنګلونه بیا ورغیږي، له کروندګرو مالي او فني ملاتړ ترسره شي. د پستې په برخه کې پانګونې، معیاري بسته بندۍ او زده کړو ته لومړیتوب ورکړل شي.»
په عین حال کې د بادغیس سیمه ییز چارواکي هم په وروستیو کلونو او بیا په ځانګړي ډول له تېر کال سره په پرتله د پستې حاصلات د پام وړ کم یادوي.
د بادغیس د والي ویاند رحیم الله رحیمي وايي: «سږ کال د پستې حاصلات د تېرو کلونو په پرتله کم شوي دي. له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره کرنې ریاست خپلې هڅې کوي تر څو ځنګلونه بیاورغوي، څړځایونه تنظیم کړي او د اوبو سرچینې مدیریت کړي څو د باغونو له وچیدو مخنیوی شوی وي. د پستې باغونو د بیا کېنولو هڅې له کروندګرو سره په همغږۍ زیاتې شوي دي. نړیوالې پروژې په خاص ډول جیف ۶ د ځنګلونو په بیارغونه، د اوبو سرچینو مدیریت او څړځایونو وضعیت ښه کولو کې ګټورې پایلې لرلي دي.»
کارپوهان، سیمه ییز چارواکي او ځايي خلک پسته د بادغیس ولایت کرنیز محصول نه بلکې د دې ولایت د خلکو د پېژندنې او فرهنګ ځانګړې برخه یادوي، هغه څه چې د خلکو ژوند ورسره نېغ په نېغه تړلی دی.
دوي د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره ددې مهم کرنیز محصول د ساتنې او پراختیا غوښتنه کوي چې ورسره به تاریخي او فرهنګي ارزښت هم ساتل شوی وي.