Asset 1SWN

افغانستان بنګله‌دېش څخه درېیمه ۵۰اوریزه لوبه هم وګټله

561130212_1415959520534109_6348282468952637055_n

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ درېیمه پنځوس اوریزه لوبه تېره شپه متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه.

افغانستان دغه لوبه کې د ٩ لوبغاړو په زیان د پنځوسو اورونو په لوبولو بنګله‌دېش ته‌ ٢٩٤ منډې هدف ورکړ.

خو بنګله‌دېش ونه‌شو کولی دغه هدف پوره کړي او لوبډلې يې ٢٨ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ٩٣ منډې جوړې کړې او په دې سره افغانستان سیالي په ٢٠٠ منډو وګټله.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


افغانستان له بنګله‌دېش لومړۍ او دویمه لوبه هم ګټلې ده.

د یادونې ده چې د افغانستان کرکټ لوبډله به روانه اوکټوبر میاشت کې زیمبابوې سره هم ٣شل‌اوریزې او یوه ټسټ لوبه ولري.

د دواړو لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ سیالي به د اکټوبر په شلمه نېټه پیل شي چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۲۹مه، ۳۱مه او د راتلونکې نومبر میاشتې په دویمه نېټه درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام