Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیکا کې د پولیو ۲ مثبتې پېښې ثبت شوي

پولیو مثبتې پېښې

د پکتیکا د برمل ولسوالي «مرغې» سیمه کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي دوه مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوه کوچنۍ نجلۍ او یو هلک ګوزڼ وهلي.

د پکتیکا د ولایت مقام د دفتر رئیس مفتي محمد ابراهیم اغآ نن (پنجشنبه، میزان ۱۷) رسنیو ته وويل: «له مرکز او زون څخه د يادو پېښو په تړاو ټيمونه راغلي وو، ولايتي ادارې تېره ورځ سيمې ته ګډ ټيم ليږلی چې په پايله کې مالومه شوې چې د پوليو دوه پېښې ثبت شوي. دغه کورنۍ شتمنې دي، خو خپلو ماشومانو ته يې واکسين نه کاوه، د واکسين تطبيق کې خنډ واقع وي. خو پوليو اړوند کسانو ولايتي ادارې ته دې کورنيو په تړاو مالومات نه‌وي ورکړي، پرون ولايتي اداره خبره شوه، عاجل يې سيمې ته موسسو اړوند کسان او خپل ټيم ليږلی. په دې کې يوه انجلي او يو هلک دی.»

د پکتیکا ولایت مقام تر دې وړاندې یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د مقام د دفتر رئیس مفتي محمد ابراهیم اغآ د عامې روغتیا رییس، د باران موسسې مسوولانو، د پولیو له مرکزي مسوولانو او د ختیځ زون د پولیو مسوول سره ناسته کړې.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې د برمل ولسوالۍ د پولیو د دوو مثبتو پېښو د ثبت، د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د راتلونکو تدابیرو، د واکسین د تطبیق بهیر او د عامه پوهاوي د لوړولو په اړه هر اړخیز بحث شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


 د ولایت مقام د دفتر رییس مفتي محمد ابراهیم اغآ ټینګار کړی چې د پولیو لمنځه وړل د ټولو ګډ مسؤلیت دی او اړوندې ادارې باید په ګډه هڅه وکړي، څو دا ناروغي له پکتیکا څخه په بشپړه توګه لمنځه لاړه شي.

د ختیځ زون د پولیو مسؤل، د عامې روغتیا رئیس او د باران موسیسې استازو ډاډ ورکړی چې د برمل ولسوالي د پېښو د څېړنې ترڅنګ به، د پوهاوي، واکسین او د خلکو د همکارۍ د زیاتوالي لپاره ګډ کار وکړي.

دا په روان ۲۰۲۵ کال کې د پولیو لومړۍ دوه مثبتې پېښې دي چې په پکتیکا ولایت کې ثبتیږي.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مسوولانو تراوسه د پکتیکا برمل ولسوالي کې د ماشومانو د ګوزڼ مثبتو پېښو تایید او رد په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې لاهم د پولیو ناروغي په‌کې په بشپړه توګه له‌منځه نه‌ده تللې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام