Asset 1SWN

سمنګان کې په ۲۱ میلیونه افغانیو د دوو پروژو چارې پیل شوې

سسسسسسسسسسسسسسسسسسسسس

د سمنګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.

د مسوولانو په وینا، په دې پروژو کې د غرونو ښووېیدو او له سېلابونو د سړکونو خوندي ساتلو لپاره د دوو استنادي دیوالو جوړول، شامل دي.

یاد استنادي دیوالونه به ۱۸۰ متره اوږدوالی او ۷.۲۸ متره پلنوالی ولري. ټاکل شوې چې یادې پروژې د سمنګان خُلم ولسوالي اړوند تاشقرغان تنګي او صیاد ګولايي کې رغول کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سمنګان د ټولګټو رئیس مطیع‌الله عابد وویل چې د دې پروژو ټول لګښت ۲۱ میلیونه او ۲۳۷زره افغانۍ دي او د وزارت د بودیجې له لوري تموېلېږي. عابد زیاته کړه چې تمه ده چې چارې یې، د درېوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

د دې پروژو پیل ته د سیمې اوسېدونکي او موټرچلوونکي خوښ دي. اسلام‌الدین چې د دې لارې موټرچلوونکی وايي، په ژمي او پسرلي کې له دې لارې تېرېدل ستونزمن و او د دې دیوالونو جوړول به د مسافرو ستونزې راکمې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام