Asset 1SWN

ننګرهار کې د زلزلې د مړو شمېر ۱۲ او د ټپیانو ۲۵۵ ته لوړ شوی

Untitled-2

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ننګرهار کې د تېرې شپې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۲ او د ټپیانو ۲۵۵ ته لوړ شوی دی.

دې سره، راپورونو کې ویل شوي چې د زلزلې له امله یو شمېر کورونه نړېدلي او ښايي لا هم یوشمېر کسان د کنډوالو لاندې بند پاتې وي.

د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سراج الدين حقاني ځايي مسوولانو ته هدایت ورکړی، څو ژر تر ژره د پېښو سیمو ته ځانونه ورسوي، له وخت سره سم رسېدنه وکړي او کوټلي، هر اړخیز ګامونه واخلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې راغلي چې ټول امنيتي، خدماتي، صحي، ترانسپورتي، غذايي او اړوند ټیمونه خپلو مرستو ته چټکوالی ورکړی، ترڅو زيانمنو شويو هېوادوالو سره هر اړخيزه او پوره مرسته وشي.

د یادونې ده چې تېره شپه د رېښتر په کچه ۶.۲ زلزلې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې هېوادوالو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام