د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د اسراییل جنايتونو او ټولوژنو په دوام يوازې تېره ورځ د لسګونو مظلومو فلسطينيانو ترڅنګ، پنځه خبريالان هم وژل شوي.
هغه تېره ورځ (دوشنبه، سنبله ٣) پر اېکسپاڼه لیکلي، غزه کې د جګړې له پيله تردامهاله د ټولو وژل شویو خبريالانو شمېر تر ۲۵۰ اوړي.
هغه ویلي: «موږ يو ځل بيا د فلسطين د مسلمانانو روانه نسلوژنه او د صهيونستي رژيم وحشيانه يرغل په کلکو ټکو غندو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حمدالله فطرت زیاته کړې چې د خبريالانو وژنه يو ستر جنايت او د بيان د ازادۍ د مدعيانو پر لمن تور داغ دی.
اسلامي امارت غزه کې د ټولو زړورو خبريالانو د شهادت له امله د هغوی کورنيو ته تسليت وړاندې کړی دی.
نړیوالو سازمانونو هم غزه کې د اسراییل بریدونو غندلي او هلته یې د ملکي خلکو د خونديتوب لپاره د بیړنیو اقدامات پر اړتیا ټینګار کړی دی.