د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو له لوري د غزې د نیولو پرېکړه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې د اندېښنې وړ بللې ده.
یاد وزارت نن «شنبه، زمري ۱۸مه» په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پرېکړه به غزه کې د جګړې د غځېدو او روان کړکېچ د پراخېدو لامل شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د اشغالګر اسراییلي رژیم له لوري د غزې د ټولي سیمې د نیولو پرېکړه په سختو ټکو غندي او دا یوه خطرناکه او د اندېښنې وړ پرېکړه بولي چې د جګړې د غځېدا او پراختیا لامل به شي او د فلسطیني ولس بشري کړکېچ به لا زیات کړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت پ خبرپاڼه کې پر نړیوالو اغېزمنو لوریو په ځانګړې توګه د سیمې پر اغېزناکو هېوادونو غږ کوي چې په دې اړه خپل قانوني او اخلاقي مسؤولیت ادا کړي.
یاد وزارت همداراز غږ کړی چې اجازه ورنکړي، څو غزه کې واردمخه بشري کړکېچ لا پراخ او خونړی شي او ژر تر ژره باید غزې تړانګې کې د اوربند او د بشري مرستو د داخلېدو لپاره زمینه برابره شي.