د هلمند په باباجي ولسوالي کې د یو میلیون او اووه سوه، پنځوس زره امریکايي ډالرو په ارزښت (۱۰.۵) کیلومتره سړک چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد سړک په پرانیستغونډه کې د هلمند والي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د ولایت مقام دفتر رییس مولوي عبدالرحمن حذیفه، د ترانسپورټ، کلیو بیارغونې او پراختیا، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او نورو لوړوپوړو چارواکو ګډون کړی وو.
د هلمند والي مسلم کندوزي دې پرانېستغونډې ته وویل: «دغه سړک به یوازې د خلکو د ورځني ژوند د اسانتیا سبب نه شي، بلکې د کرنې، سوداګرۍ، ښوونې او اقتصادي پرمختګ په برخو کې به هم مهم رول ولوبوي.»
نوموړي زیاته کړه چې دا سړک د انجینیري معیارونو پربنسټ جوړ شوی او د اوبو د ایستلو لپاره کانالونه او پلچکونه پهکې په پام کې نیول شوي، څو د بارانونو پرمهال د اوبو راټولېدل سړک ته زیان ونهرسوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سړک جوړونې کمېټې مشر مولوي عبدالولي په خپلو خبرو کې وویل: «دغه پروژه د ولایت مقام په هلوځلو او د مالي لګښتونو په برابرېدو ترسره شوه. د سړک ټول کارونه د انجینري د معیارونو له مخې عملي شوي او په دوامداره توګه یې څارنه شوې ده.»
بلخوا د سیمې اوسېدونکي شریفالله د یاد سړک له پرانیستلو خوښي څرګنده کړه. «موږ به پخوا د خرابو لارو له امله ډېرې ستونزې ګاللې، ناروغان به په وخت روغتون ته نه رسېدل، او زموږ د ورځني ژوند چارې به له خنډونو سره مخ وې. اوس دا سړک زموږ ژوند راسره ډېر اسانه کړی دی.»
چارواکي وایي دغه سړک به د سیمې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره حیاتي ونډه ولري، په داسې حال کې چې ځایي خلک یې هم د ژوند د آسانتیاوو په برخه کې یو مهم بدلون بولي.