Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د پنځه ولایتونو په کچه د «طبما» سیالي پای ته ورسېدې

533773159_785298717185843_46760120278081424_n

د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د طبما فدراسیون له لوري په مرکز میدانښار کې د یاد ولایت په کوربتوب د پنځه ولایتونو ترمنځ  د طبما سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه سیالۍ د میدان‌وردګ، لوګر، کابل، خوست او پکتیا ولایتونو د شاوخوا سل غوره لوبغاړو ترمنځ جوړې شوې وې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو لومړی مقام کابل لوبډلې، دویم مقام خوست لوبډلې او درېیم مقام میدان‌وردګ لوبډلې خپل کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د یادو سیالیو له جوړېدو څخه موخه د زمري ۲۴ نمانځل، طبما ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول وو.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو په پای کې په غوره لوبغاړو مډالونه او ستاینلیکونه هم ووېشل شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام