Asset 1SWN

سلام وطندار

د پوهنې وزارت: راستانه شوي زده‌کوونکي تعلیمي بنسټونو کې جذبیږي

ایرانه د کډوالو ستنېدل (3)

د پوهنې وزارت ویلي چې د خپل دیني، وظیفوي او ملي مکلفیت له مخې، په پوره ژمنتیا سره له ایران او نورو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو د اولادونو د ښوونې او روزنې مسوولیت په غاړه اخلي.

د پوهنې وزارت په تعلیمي بنسټونو کې د راستانه شویو افغان زده‌کوونکو د جذب په تړاو خبرپاڼه کې ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو د راستنو شویو کورنیو ماشومان او زده‌کوونکي به رسمي ښوونځیو، دارالعلومو، مدرسو او نورو خصوصي تعلیمي بنسټونو کې جذب شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې راغلي، راستنېدونکي زده‌کوونکي کولی شي له خنډ او ځنډ پرته، په یوه خوندي، باوقاره او اسلامي چاپېریال کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د پوهنې وزارت له راستنېدونکو کورنیو، مسوولانو، دیني علماوو او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د دغه اسلامي او ملي مسؤولیت د بریالي ترسره کېدو لپاره دغه وزارت سره همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام