د واخان ملي شل اوریزه جام لوبې چې د کندز په کوربتوب پیل شوې وې، اتلولي یې د اسحاق رحیمي په لوبډلمشرۍ هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله.
د دغه شلاوریز جام پای لوبې ته پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز لوبډلو لاره موندلې وه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پای لوبه کې تېره ورځ پامیر لیجنډز ۹۸ منډې هدف ټاکلی و چې هندوکش سټرایکرز د لوبې په وروستي اور کې د ۹ ویکټو په زیان ترلاسه کړ او د دغه جام اتلولي یې خپله کړه.
د واخان ملي شلاوریزه جام لوبې د جون میاشتې پر ۲۸مه پیل شوې وې چې پامیر لیجنډز، هندوکش سټرایکرز، ماهیپر ستوري او میوند اتلان لوبډلو پکې ګډون کړی وو.