Asset 1SWN

سلام وطندار

عامې روغتیا وزارت د شفري نسخو مخنیوي لپاره کمیټه جوړه کړې

شفري نسخه

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د ولس د غوښتنې او سیستم رغونې په موخه یې هېواد کې د شفري نسخو د مخنیوي لپاره ځانګړې کمیټه جوړه کړې.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل نن (دوشنبه، سرطان ۱۶) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کمیټه به د شفري نسخو د مخنیوي پر څرنګوالي کار ترسره او نږدې وخت کې یاده موضوع په جدي توګه تعقیب کړي، ترڅو مخنیوی یې وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا داسې مهال دی چې تر دې وړاندې د بېلا بېلو ولايتونو يوشمېر اوسېدونکو شکایت کړی چې د ډاکترانو له‌خوا ناروغانو ته د شفري نسخو ليکلو، ستونزې ورته پيدا کړي دي.

د کابل اوسېدونکو ویلي، ځینې ډاکټران له یو‌شمېر درملتونونو سره په همغږۍ شفري نسخې لیکي چې له ځانګړو درملتونونو پرته یې څوک نشي لوستلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام