Asset 1SWN

سلام وطندار

پر ایران د امریکا برید؛ نتنیاهو له ټرمپ مننه کړې

ټرمپ نتنیاهو

د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د ایران په اټومي تاسیساتو د برید لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرېکړې مننه کړې.

نتنیاهو نن (یکشنبه، سرطان لومړۍ) یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: «ولسمشر ټرمپ تبریک دې وي. د ایران اټومي تاسیساتو په نښه کولو لپاره ستاسو زړوره پرېکړه به تریخ ته بدلون ورکړي.»

د هغه په وینا، د ایران اټومي تاسیساتو پر وړاندې د امریکا د تېرې شپې اقدام ساری نه لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه یوه ويډيويي پيغام کې ټرمپ ته خطاب کې زیاته کړې چې: «تاسو داسې کار وکړ چې نړۍ کې هېڅ هېواد نه شو کولی.»

د نتنیاهو په اند، نړۍ به ثبت کړي چې ډونالډ ټرمپ له خطرناکه وسلو څخه د ایران محروم کولو لپاره اقدام وکړ.

د اسراییل لومړي وزیر همدارنګه زیاته کړې چې:

«زه او ټرمپ تل وایو چې سوله د ځواک له لارې ترلاسه کیږي، لومړي ځواک وروسته سوله. ښاغلی ټرمپ له تاسو مننه، اسراییلي ولس له تاسو منندوی دی.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام