د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران تر برید وروسته وینا کې وایي، ایران اوس باید سوله وکړي کنه نو په خبره یې، “راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.”
هغه وویل، د ایران په دريو اټومي تاسیساتو یې بریالي عملیات کړي او په بشپړ ډول له منځه وړي دي.
خو ایراني مسوولانو ویلي چې د امریکا تر بریدونو وړاندې یې اټومي مرکزونه خالي کړي وو.
هغه د خپلې وینا یوه برخه کې ایران د منځني ختیځ قُلدر وباله او زیاته یې کړه چې که دغه هېواد سوله ونه کړي، تر ننني سهار لا ډېره ستره ستراتیژي عملي کېدونکې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، د ایران په اټومي تاسیساتو د امریکا برید نړیوال امنیت ګواښوي.
انتونیو ګوترش د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، دغه بریدونه د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ دی.
هغه خبرداری ورکړی چې د ایران پر وړاندې د امریکا ځواک ښودنه، سیمه کې ناورین زیاتوي او د ملکیانو لپاره خطرناکې پایلې لري.



