Asset 1SWN

کوچیان: اسلامي امارت دې زمونږ ستونزو ته رسېدنه وکړي

34d8d4a2-5ba8-4740-b5d6-5e8c50e93da8 (1)

د کوچیانو سلګونه استازو او قومي مشرانو د یوې غونډې پرمهال د اسلامي امارت له مسوولانو وغوښتل چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان‌وردګ، بامیان، غزني او ننګرهار ولایتونو سلګونه کوچیانو نن (پنجشنبه، جوزا ۲۲) د ناوړه دودونو لمنځه وړلو په موخه د لوګر مرکز پُل‌علم کې یوه لویه ولسي غونډه ترسره کړه.

دغې غونډې ته د کوچیانو استازي او قومي مشر سالم جان نعیم‌زوی وویل، کوچیان له اوسني نظام ملاتړ کوي، خو اړتیا ده چې اسلامي امارت د کوچیانو د سرپناه، روغتیا، پوهنې، کرنې، څړځایونو او حقوقي شخړو په برخه کې شته ستونزو ته بې له ځنډه رسېدنه وکړي.

نوموړي وویل، لوګر کې د هېواد په کچه د ناوړه دودونو مخنیوي او یوالي په موخه د کوچیانو د لویې ولسي غونډې جوړېدل یوه لویه لاسته راوړنه ده او باید ورته غونډې د هېواد په نورو زونونو کې هم جوړې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه دیني عالم قاري دولت خان مدني د اسلامي امارت د مشرتابه د وروستي فرمان چې ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره صادر شوی، په ملاتړ ټینګار وکړ او وې ویل، ناوړه دودونو د کوچیانو په ژوند هم بدې اغېزې کړي.

د هغه په وینا، ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره باید د عامه پوهاوي کچه لوړه او ځوانانو ته د لیک لوست زمینه برابره شي.

هېره دې نه وي چې د تېر حکومت پر مهال د هیواد په ځینو ولایتونو کې د ځمکو ملکیت پر سر د کوچیانو او ځايي اوسیدونکو ترمنځ لویې او وړې شخړې شوي چې تراوسه پورې یادې شخړې په بشپړه توګه نه‌دي هوارې شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام