Asset 1SWN

لوګر کې یو ۲۸کلن ځوان اوبو ډوب کړی

لوګر اوبو ډوب کړی لامبو

د لوګر امنیتي مسوولان وايي، د محمداغې ولسوالي «سرخ‌اب» اوبو بند کې یو ۲۸ کلن ځوان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی.

د امنیې قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، دغه ځوان چې جلال‌الدین نومیږي او شاوخوا ۲۸کاله عمر لري، تېره ورځ سه‌شنبه یاد بند ته د تفریحې لپاره تللی و چې د لامبو پر مهال اوبو ډب کړی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ده وویل، د یاد ځوان جسد له اوبو را اېستل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی.

امنیتي مسوولان له هېوادوالو غواړي چې د تفریح پرمهال ژورو اوبو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي.

د یادونې ده چې د اختر ورځو کې پنجشېر او کاپیسا کې هم درې ځوانان د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام