Asset 1SWN

د ا.ا پلاوی د «تاشکند نړیواله غونډه» کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته لاړ

1e28fe89-7040-4f43-a785-7d4488804592-r71mqn6kvd2t6wg3r4s1teb79795mv8qngus4ey07c

د سرپرست حکومت لوړپوړی پلاوی د تاشکند څلورمې نړیوالې ناسته کې د ګډون لپاره نن «دوشنبه، غبرګولي ۱۹مه» اوزبیکستان ته روان شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د امارتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال د دې پلاوي غړي دي.

د یاد سفر موخه چې د اوزبیکستان په بلنه شوی، د هغو ژمنو او پرېکړو څارنه او عملي‌کول یاد شوي چې د سرپرست حکومت او اوزبیکستان ترمنځ له دې وړاندې په لیدنو او ناستو کې پرې هوکړې شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د تاشکند نړیواله ناسته کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو لوړپوړي چارواکي ګډون کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت همداراز لیکلي چې د یادې غونډې په څنډه کې به د سرپرست حکومت پلاوی د اوزبیکستان او نورو هېوادونو له چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره لیدنې هم ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام