سترې محکمې تېره ورځ (چهارشنبه، جوزا ۱۴) یوه اعلاميه کې ويلي، د اسلامي امارت د مشر شیخهبتالله اخندزاده د فرمان پر اساس، د لوی اختر په مناسبت د سترې محکمې او د قاضيالقضات په لارښونې ۲ زره او ۵۰۹ بندیان له بنده ازاد یا هم د بند په موده کې یې کمښت راغلی.
د فرمان پر اساس، د اتو ولایتونو له زندانونو څه باندې ۱۵۰۰ بنديان خوشې شوي او د ۹۵۰ نورو بنديانو د بند موده کمه شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سترې محکمې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه بنديان په کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، پروان، کاپيسا او نيمروز ولايتونو کې خوشې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تېر کوچني اختر کې هم ۵ زره او ۶۱۵ بندیان د هېواد له بندخونو ازاد او یا یې د بند موده کې کموالی راغلی و.