د چین پوځ ځینو نظامي اطلاعاتي حوزو کې په چټکۍ سره له امریکا متحده ایالتونو د مخکېوالي په حال کې دی، کومې موضوع چې واشنګټن کې اندېښنې راپورته کړي.
د برتانیې «د ټیلیګراف» ورځپاڼې یوه راپور کې ویلي، کله چې د پاکستان پوځ یوې چینايي جنګي الوتکې د کشمیر د غرونو پر فضا توغندی وتوغاوه او د هند اړوند فرانسوي رافائل جنګي الوتکه یې نسکوره کړه، لوېدیځ کې د خطر زنګونه وهل شوي، ځکه دا لومړی ځل وو چې لوېدیځ د جګړې ډګر کې د چینيـ JC۱۰ جنګي الوتکې د عملیاتو او د PLـ۱۵ توغندیو کارولو لیدونکی وو.
راپور کې ویل شوي چې لوېدیځ چارواکي له هغه وخت راهیسې په دقت سره د دغې نښتې جزییات ارزوي، څو مشخصه کړي چې دغه مسله د چین پوځي وړتیاوو په تړاو څه مانا لري او ایا د ولسمشر شيجینپینګ په مشرۍ چین د لوېدیځو ځواکونو کچې ته رسېدلی او کنه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټیلیګراف زیاته کړې چې د چین پوځ تېرو ۲۵ کلونو کې له یوه کوچني ځواک څخه، د نړۍ په تر ټولو ستر او پیاوړي ځواک بدل شوی دی.
«د امریکا د هوايي ځواک یوه قومندان ډاګ ویکرت ویلي: «چین دامهال د خپل تاریخ تر ټولو پیاوړي وضعیت کې دی، هغوی په چټک سرعت سره لوی پوځ جوړ کړی چې مشخصآ زمونږ د قوت له ټکو سره د مقابلې لپاره اماده شوی دی.»
د راپورونو پراساس، دامهال د چین د پوځي ځواک شمېر له امریکا متحده ایالتونو یو میلیون ډېر دی او تر امریکا زر ډېر ټانګونه هم په واک کې لري.
سمندري ځواک یې شاوخوا ۴۰۰ جنګي بېړۍ لري چې د نړۍ په سطحه تر ټولو ستر سمندري ځواک بلل کیږي او هوايي ځواک یې نژدې ۲۰۰۰ جنګي الوتکې لري.



