Asset 1SWN

ذبیح‌الله مجاهد: پاکستان دې د پېښو مسوولیت په افغانستان نه‌اچوي

ذبیح‌الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د بلوچستان په خوصدار سیمه کې د ښونځي په بس موټر برید چې د ګڼو ماشومانو د مرګژوبلې لامل شوه په کلکه غندلې.

هغه ویلي چې په ماشومانو او ملکي وګړو برید په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی.

خو نوموړي د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې دغه راز بریدونه په افغانستان پورې تړي په کلکه رد کړې.

ذبیح الله مجاهد لیکلي چې پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه پرته د پیښو مسئولیت پر افغانستان وانه اچوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا په وړاندې وکارول شي او د داسې ادعاوو لپاره هیڅ ډول دلیل هم شتون نه لري.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې تېره ورځ د یوه ښوونځي پر بس موټر د چاودنې له کبله څلور ماشومان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام