Asset 1SWN

پکتيا کې ۶۵۰ بېوزله ځوانانو ته په وړيا او تخفيف سره د زده‌کړو زمينه برابره شوه

ځوانان

د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولان وايي چې تېره ورځ يې ۶۵۰ بېوزله ځوانان دوو خصوصي انستيټونو ته د نيمه لوړو زده‌کړو لپاره په وړيا او ۵۰ سلنه تخفيف سره معرفي کړل.

مسولانو وويل چې د يادو زده‌کوونکو له ډلې ۱۵۰ یې په وړيا ډول او ۵۰۰ نور په ۵۰ سلنه تخفيف معرفي شوي چې په فارمسي، عالي نرسينګ، غاښونو پروتيز، لابراتوار او د سترګو تکنيشن برخو کې به زده‌کړې وکړي.

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي ثواب جان اسلاميار وويل چې ياد شمېر بېوزله ځوانان له مرکز ګردېز او ټولو ولسواليو څخه د يوې ځانګړې کميټې لخوا په نښه شوي او له هغه وروسته د رڼا او نښتر په نوم خصوصي انستيټونو ته ور معرفي شول.

هغه وويل چې په دې کې هغه بېوزله ځوانان شامل دي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې زده‌کړې نه‌شوې کولی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


يادو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستيال قاري يونس راشد وويل چې د اسلامي امارت د ټولو مسوولانو غوښتنه دا ده چې ځوانان په ټولو برخو کې داسې وروزل شي چې په راتلونکي کې د حکومت چارې ورته وسپارل شي.

په ورته وخت يوشمېر دغه ځوانان هم خوښي څرګندوي چې د نيمه زده کړو وړيا زمينه ورته برابره شوه.

يو تن زده‌کوونکي بلال وويل چې په دې سره به وکولی شي خپلو زده‌کړو ته ادامه ورکړي.

هغه غوښتنه وکړه چې د نورو بېوزله ځوانانو لپاره دې هم په شخصي انستيتونو او پوهنتونو کې د زده‌کړو وړيا زمينې برابرېدو برخه کې مرسته وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام