Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې سږکال ۳۵ ټولګټې پروژې پلي کېږي

میدان‌‌وردګ- ولایت میدان- وردګ-وردک

د میدان‌وردګ د اقتصاد ریاست مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د موسسو فعالیت پراختیا پيدا کړې او په پام کې ده چې سږکال د بېلابېلو موسسو پرمټ ۳۵ بېلابېلې پروژې پلې شي.

د میدان‌وردګ د اقتصاد ریاست رییس مولوي عبدالحکیم حامد جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، اوس دغه ولایت کې ۳۰ بېلابېلې موسسې فعالیت کوي چې له ډلې یې ۱۰ نړیوالې او پاتې ۲۰ کورنۍ موسسې دي.

هغه وویل، په پام کې ده چې روان کال تر پایه د میدان وردګ په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې د پوهنې، روغتیا، کرنې او بشري مرستو برخو کې ۳۵ نوې پروژې عملي شي.

ده وویل، اوس د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو موسسو پرمټ ۳۲ پروژې تر کار لاندې دي چې د دغه ولایت زرګونه اوسېدونکو ته پر بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د میدان‌وردګ ولایت مقام رییس مولوي محمدضابط حارث وویل، د دولتي ادارو ترڅنګ د موسسو فعالیت ولسونو ته د خدماتو رسولو برخه کې مثبتې اغېزې لري.

نوموړي له موسسو وغوښتل چې خپل ټول فعالیتونو له دولتي ادارو سره په همغږۍ ترسره کړي او خپلو فعالیتونو ته د پخوا په پرتله پراختیا ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام