Asset 1SWN

بنګله‌دېشي ډاکټران کابل کې د ۱۲۰ پرې‌شونډو او تالو ماشومانو درملنه کوي

WhatsApp Image 2025-05-18 at 1.55.23 PM

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولانو نن (یکشنبه، ثور ۲۸) یوې غونډې ته وویل، د یوې ډلې بنګله‌دېشي روغتیاپالانو په همکارۍ یې کابل کې د ۱۲۰ پرې‌شونډو او پرې‌تالو ماشومانو وړیا درملنه پیل کړه.

د دغو ماشومانو د درملنه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرکزي روغتون کې نن یکشنبه پیل او د جوزا تر څلورمې دوام کوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمان وویل: «کومو ناروغانو چې روغتون ته مراجعه کړې، د ډاکټرانو له لوري کتل کیږي. نن به یوازې ولیدل شي او سبا او بله ورځ به د عملیاتو پروسه پیل شي.»

ورته وخت کې د بنګله‌دېش د الاسلام بنسټ مشر حمزه شهید الاسلام وویل، په پرمختللو طبي وسایلو سره به د پرې‌شونډو او پرې‌تالو ماشومانو درملنه وکړي.

«مونږ تېر کال هم عملیاتونه کړي، خو دا چې د ناروغانو د اړتیا سطحه لوړه ده، ځکه مونږ غواړو خپلو خدماتو ته دوام ورکړو.»

د هغه په وینا، ټاکل شوې د سترګو او سوري زړه‌ناروغانو ته هم خدمات وړاندې کړي.

ورته وخت کې یوشمېر هغه ناروغان چې خپل ماشومان یې د درملنې لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرکزي روغتون ته راوستي، له دغه بنسټه غواړي چې هېواد دننه کې بهرنیو ډاکټرانو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کابل دوو اوسېدونکو ملاخېل او احسان الله په دې اړه وویل:

«مونږ د خپل ماشوم درملنې لپاره پیسې نه درلودې او دلته مو راوسته چې په وړیا ډول یې درملنه وشي، له اسلامي امارته غواړو چې بهرنیو ډاکټرانو ته د لاسرسي زمینه پراخه کړي.»

«د ماشوم مې تالو پرې دی، خبر شولو چې روغتون ته ډاکټران راغلي، ځکه مې خپل ماشوم راوسته چې څه نظر راکوي، تر دې مخکې مې خپل ماشوم یوه خصوصي روغتون کې عملیات کړی خو نتیجه یې نه ده ورکړې.»

د یادونې ده چې د بنګله‌دېش ډاکټرانو تېر کال هم په پرې‌شونډو او پرې‌تالو ناروغۍ اخته د ۸۰ افغان ماشومانو درملنه کړې وه.

د روغتیاپالانو په اند، د اومیندوارۍ پرمهال په خپلسره ډول د درملو کارول او د اومیندوارۍ پرمهال نامناسبه تغذیه په پرې‌شونډو او پرې‌تالو د ماشومانو اخته کېدو اصلي لاملونه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام