Asset 1SWN

غزه کې د اسراییلو بریدونو له امله ۳۱ کسان وژل شوي

غزه بریدونه

غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې له تېرې ورځې راهیسې د اسراییلو بریدونو او روانو عملیاتو پرمهال لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روغتیايي چارواکو په وینا، یوازې تېره ورځ د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۳۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې نور بیا ټپیان شوي دي.

په ورته مهال چارواکي وايي چې نن جمعه، مې دویمه، د غزې په بېلابېلو سیمو له هغې ډلې خان‌یونس کې د بریدونو پرمهال یوشمېر کسانو ژوند له لاسه ورکړی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تراوسه په دې بریدونو کې د شاوخوا لسو کسانو د وژنې پخلی شوی دی. په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

غزه کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلو برید راهیسې تر دې مهاله ۵۲۴۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۱۸زره نور ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د روانو بریدونو او عملیاتو له کبله زرګونه کورنۍ بې‌‌ځایه شوي او په خېمو کې ژوند کوي. دوی د ژوند له لومړنیو خدمتونو بې‌برخې او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام