د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستيال او د (اوچا) عمومي مشر ټام فليچر سره ليدلي.
دغه کتنه کې د راستنېدونکو په وضعیت، د اقليمي بدلون د ناوړو اغېزو، کروندګرو ته د بديل معيشت په برابرولو، له بشري څخه پرمختيايي ته د مرستو د بڼې په بدلولو، د مرستو په تطبيق کې د افغانانو په لومړيتوبونو او د مرستندويه ادارو او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په پياوړتيا او نورو موضوعاتو خبرې شوي.
متقي وويل، له لسیزو جګړو وروسته اسلامي امارت هوډ لري چې هيواد په بېلابېلو ډګرونو کې پر خپلو پښو ودروي او د افغانستان خلک بشري مرستو ته اړتيا څخه خلاص شي، خو لکه څنګه چې دغه تحول وخت اړتيا لري لا هم بهرنيو مرستو ته اړتيا شته.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه غوښتنه وکړه چې د افغانانو لاسنيوي ته دوام ورکړل شي، مرستې اړتياوو او لومړيتوبونو سره عيارې او په داسې ډول ولګول شي چې پر داخلي بازار، اقتصادي ودې او داخلي ظرفيتونو اوږدمهاله مثبت اغېز ولري.
دغه کتنه کې د اوچا مشر وويل، ملګري ملتونه د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړيکو عادي کېدلو، امنيت، سيمهييز ثبات، اقليمي بدلون، له مخدره موادو سره مبارزې، او نورو برخو کې د ګډو اهدافو له پاره کار کوي.
هغه زياته کړه چې له دې وروسته به د مرستو د تطبيق په برخه کې اصلي پرېکړهکوونکي ځايي خلک او د مرستو ترلاسه کوونکي وي.
د اوچا مشر همدارنګه وویل، له بشري مرستو څخه پرمختيايي او بنسټيزو کارونو ته د مرستو د نوعيت بدلول او د افغانستان د خلکو د لومړيتوبونو په پام کې نيول به د دوی له اهدافو څخه وي.
دغه کتنه کې دواړو لوريو د نړيوالو مرستو د مؤثريت زياتولو په موخه د همغږۍ پر زياتوالي او ګډ کار هوکړه کړې ده.



