Asset 1SWN

پکتیکا کې د ۶۹ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

IMG-20250424-WA0043

د پکتيکا د کلیو بیارغونې او پراختیا رياست یوه خبرپاڼه کې ویلي، وازېخوا ولسوالۍ کې د شاوخوا (۸۶،۸) میلیون افغانیو په لګښت د ۶۹ بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې د یادو پروژو د پیل په پار جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر ملا محمد یونس اخندزاده ویلي، هڅه کوي چې د هیواد په ټولو وروسته پاتې ولسوالیو کې پراختيايي کارونه ترسره کړي.

يادې پروژې د ملګرو ملتونو د پروژي خدماتو دفتر په مالي مرسته جوړيږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پروژو کې د یو کوچني بند په ګډون د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د د دغې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې تر يوه بريده هوارې شې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام